په ده څه شوي دي؟!
عمر ننگیار عمر ننگیار

انورشاه په كوراوكلي كې منلې اوټولوته ګران ځوان و،هرچاسره يې خوله خندااوانډيوالې درلوده.داوړي په ديرواودژمي په پيتاووكې به يې خپل وزګاروخت دهمزولواويارانوسره په خوږوكليوالى قصواونوروبحثونوتيراوه.دمشرانويې درنښت كاوه اوكشرانوباندي به يې شفقت درلود.داوه دده د ژوند هنداره په كوراوكلي كې.

وخت ګړندى تيريده حالات بدليدل اوورسره جوخت دهرچاپه څيره كې ښه اوبد بدلون څرګنديده.دوخت داوښتوله مخي انډيوال انورشاه هم بدل شوي و،په كړووړواوناسته ولاړه كې يې ښه ښايسته بدلون راغلي و.نورنوسړى ديارانوسره دګپ اوشپه لويدلې و.تريواوچلې اوكښلي سترګي يې چاپيريال ويروه.دمشرانوڅخه اوس ده سلام غوښته،كشران خويې هډونه منل.

په كوركې يې بله لوبه نښلولې وه،خپله كوټه يې بيله كړي وه اوخپلي كوټي دوره په مخه يې دكورنۍ دغړوسره دليدنې كتنې مهال ويش ټاكلى واوكله به چې دى په كاله كې و،نوخواره موربه څارل چې څوك كوټې ته پرته له مهال ويش څخه ورننه نه وځې.ډيرځل يې خپله مورپه دي دګلې هم وه.

دكورنۍ غړواوپه تيره بياموريې حيرانه پاتي وه چې په انوري څه وشول؟!ولى يو په يوه په بله واوښته؟!دكوره بهراودننه ټولومنلى وه چې په خواركې كوډي شوي دي اوداكوډي بايدماتي شي نوځكه خودكوډګرواوملايانوپه لوري يې دكورنۍ غړي وخوزيدل.چاتوتكى راوړي اوبل چاتعويذونه.توتكى به په پټه په اوبوكې ګډي شوي اوپرې وڅښل شوي،تعويذونه يې په بالښت كې دننه پټ ګنډل شول.ټول په تمه ووچې اثرات به يې څرګندشي څه موده تيره شوه دتوتكو اوتعويذاتواثرمعلوم نه شو.سړى نورهم خرابيده،بله چاره نه وه،بيايې نژدي خپلوانواودكورنۍ غړوفيصله وكړه چې څوك دي دهغه دكارمحل ته ورشي اوتپوس دي وكړي چې هلته څه تيريږي؟!

همداوچې مشركاكايېكومه ورځ هغي اداري ته چې ده په كې كاركاوه ورغى،هلته يې دباندى ديومامورنه دانورشاه په هكله پوښتنه وكړه!

-ګوره وروره،دلته پدي اداره كې انورشاه پيژنې؟!هغه ورته ښكته پورته وكتل،لږڅه دځنډ وروسته يې ځواب وركړ:

-هوزه يې پيژنم خوهغه اوس څوك نه پيژنې.                                         

كاكايې سوړاسويلې وكړاوپه پريشانۍ يې بياوپوښتل:

-داولى په ده څه شوي دي؟!

مامورپه كراره ځواب وركړ:

-داداري آمرشوې دى.

 


November 20th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان